د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان پدې دنده تر ګومارل کېدو وروسته د دوهم ځل لپاره د نوی لمریز کال په لومړۍ ورځ ناڅاپه کابل ته راغی او دلته یې د افغان لورې له چارواکو او وزیرانو سره وکتل او د دوه اړخیزه لیوالتیا پر موضوعاتو یې خبرې اترې وکړې.
د پاکستان خاص استازی د دوهم ځل لپاره کابل ته داسې وخت په سفر راغلی چې د ده تر سفر یوازې یوه ورځ وړاندې کابل ته یو امریکایی پلاوی چې په ترکیب کې یې د افغانستان د سولې په تړاو د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم موجود ؤ، سفر ترسره کړ او دلته یې په لومړی ځل د افغانستان د اوسنی حکومت له یو شمېر چارواکو سره ولیدل.
دا هم د یادونې وړ ده چې پر دې دنده تر ټاکل کېدو وروسته، کابل ته د صادق خان لومړی ځل سفر هغه مهال ترسره شو چې د تېر لمریز کال د مرغومی په ۴مه د پاکستان جنګی الوتکو د پکتیا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د وزیرستانی مهاجرینو کمپونو هوایی برید وکړ او دغه مهاجرو او ځایی اوسېدونکو ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله.
دا هم باید هېر نکړو چې محمد صادق خان د پاکستان د پخوانی لومړی وزیر عمران خان له خوا د ۲۰۲۰زېږدیز کال د جون په میاشت کې د افغانستان لپاره د هغه هېواد د ځانګړی استازی په توګه پر دنده ګومارل شوی ؤ، خو د ۲۰۲۳زېږدیز کال د مارچ په میاشت کې یې له خپلې دندې استعفا ورکړه چې بیا د ۲۰۲۳زېږدیز کال د مې په میاشت کې یې پر ځای محمد اصف درانی ټاکل شوی ؤ خو نوموړی د۲۰۲۴ زېږدیز کال د ډېسمبر په څلورمه نېټه د دویم ځل لپاره پدې دنده وګومارل شو چې تر هغې نېټې را وروسته یې دا کابل ته دویم رسمی سفر دی.
کابل ته د محمد صادق خان داځل سفر لدې اړخه هم مهم ګڼل کېږی چې دا ځل د اسلام آباد واکمن د خپل هېواد په لر او بر کې له سیاسی او وسله والو شدیدو مخالفتونو سره لاس او ګرېوان دی او آن دا مخالفتونه نور دومره پیاوړی او غښتلی شوی چې نژدې ده د پوځ تر اشراف لاندې د هغه هېواد د ملکی حکومت تش په نامه واکمنۍ لمنه ورټوله کړی.
دا چې محمد صادق خان او ورسره پلاوی یې کابل ته د خپل داځل سفر په ترڅ کې له چا سره وکتل او پر کومو مسایلو یې بحث وکړ تفصیل یې په ورځنی ډول د رسنیو له لارې خپور شوی، خو دا چې پدې ناستو او کتنو کې ترسره شوې ژمنې به د اسلام آباد له اړخه څومره او تر کومه بریده عملی بڼه خپله کړی، هغه موضوع ده چې د تل په څېر ورته د شک په سترګه کتل کېږی.
د افغانستان لپاره د پاکستان د لومړی وزیر ځانګړی استازی تېر ځل کابل ته پداسې حال کې سفر وکړ چې پر سبا یې پاکستانی الوتکو د پکتیا ولایت اړوند یو شمېر سیمې بمبارد کړې او په ځواب کې یې افغان ځواکونو هم د ډیورند کرښې په اوږدو کې د داعشی وسله والو او د افغان دولت د نورو مخالفو وسله والو مرکزونه تر برید لاندې ونیول.
اوس هم چې ښاغلی محمد صادق خان بیا کابل ته راغلی نو د ډیورند کرښې ها غاړه وضعیت خورا ترینګلی دی او د بلوچستان په ایالت کې خو نژدې ده چې پوځ بشپړ کنټرول په لاس کې واخلی او د خیبر پښتونخوا په قبایلی سیمو او ډیورند کرښې ته نژدې حالات هم بې حد او اندازې ترینګلی دی.
دا هم باید هېر نکړو چې په همدې تړاو د پاکستان دولتی رسنۍ او د دغه هېواد په استخباراتو پورې تړلی ژورنالیستان د دغه هېواد په رسمی او خواله رسنیو کې په پرله پسې ډول په افغانستان پسې منفی تبلیغات کوی او آن په ملګرو ملتو سازمان کې د اسلام آباد استازی، دلته د شته امریکایی وسلو په بهانه د پخوا پر عکس د نورو له خوا وهل کیدونکی ډول ته نڅېږی او غواړی د افغانستان خلاف منفی ذهنیت پیاوړی کړی.
په همدې وخت کې کابل ته په سفر راغلی ښاغلی محمد صادق خان بیا له افغانستان له چارواکو او د کابینې له غړیو سره په لیدنه کتنه کې پر ګډې همکارۍ او سوداګریز مشارکت غږیږی او ټینګار یې دا دی چې افغانستان او پاکستان باید د دوه ورونو او ګاونډیو هېوادو په څېر اړیکې سره وپالی او د ګډې همکارۍ پر پیاوړی کولو کار وکړی.
اوس که یوې خوا ته د اسلام آباد دې ډول دوه مخې او دوه رنګه سیاستونو ته وګورو او د جګړه ځپلی افغانستان په تړاو د دې هېواد تل تر تله منفی سیاستونه او پالیسۍ و ارزوو او بل خوا هم کابل ته د د دغه هېواد د ډیپلوماتیکو او سوداګریزو پلاویو سفرونو ته ځېر شو نو هغه د پښتو ژبې ډېره مشهوره فلکلوریکه کیسه او ټوکه د سړی ذهن ته را ګرځی چې وایی: ” خان جی هم دا کوی هم دا !!!” والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ