اسلام آباد له خپل مینځی اختلافاتو تر ناکام بهرنی سیاست پورې!

د رسنیزو راپورونو په اساس د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه هېواد خیبرپښتونخوا د ایالتی حکومت د هغه اعلان په تړاو خپل غبرګون ښودلی چې غواړی افغانستان ته دوه پلاوی ولېږی ترڅو د دواړو هېوادو تر منځ د اړیکو ښه والی په اړه خبرې وکړی.

د پاکستانی رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند “شفقت علی خان” پدې تړاو په خپلو څرګندونو کې ویلی دی چې د دغه هېواد د اساسی قانون له مخې، له بهرنیو هېوادونو سره د اړیکو ټینګولو چارې د مرکزی حکومت صلاحیت دی او ایالتی حکومتونه د دې ډول اړیکو او پلاویو د لېږلو صلاحیت نه لری.

دا پداسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سلاکار، محمد علی سیف، د تېرې یکشنبې په ورځ ویلی و چې ایالتی حکومت به دوه پلاوی افغانستان ته ولیږی چې په کابل کې له چارواکیو سره خبرې وکړی او په وینایې دا پلاوی د دې لپاره کابل ته لېږل کېږی ترڅو د خبرو اترو لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړی او ډیپلوماټیکې چارې منظمې کړی.

همدارنګه تر دې مخکې د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت اعلی وزیر علی امین ګنډ‌اپور ویلی و چې په دغه ایالت کې د زیاتیدونکو ترهګریزو پېښو د مخنیوی لپاره به د پاکستان له مرکزی حکومت سره تر سلا مشورې وروسته یو پلاوی افغانستان ته ولیږی، چې د ده په خبره د بېلابېلو قومونو استازی به پکې ګډون ولری.

دا چې د پاکستان د اساسی قانون له مخې د دغه هېواد ایالتی حکومتونه څومره صلاحیت لری یا دا چې افغانستان ته به د ایالتی حکومت له لورې د پلاوی رالېږل د هغه هېواد د اساسی قانون له مخې څومره قانونی یا څومره غیر قانونی وی، دا ټول ځان ته بحث دی، خو د دې موضوع په تړاو له اسلام آباد څخه د بهرنیو چارو وزارت ویاند دومره جدی عکس العمل یوې خواته هلته د قدرت پر سر له یو بل سره د ښکېلو لوریو ژور سیاسی اختلاف ښه په ډاګه کوی بل اړخ ته د افغانستان په تړاو هم د اسلام آباد د ملکی او پوځی چارواکو نیتونه روښانه کولای شی.

دا خبره اوس نه د دوی له خپلو خلکو او نه له نورو نړیوالو پټه ده چې پاکستان په ټوله کې او د دغه هېواد د خیبر پښتونخواه او بلوچستان ایالتونه په ځانګړی ډول د پراخې نا امنۍ او بې ثباتۍ سره مخ دی او نژدې ده چې د اسلام آباد مرکزی حکومت پر دغه دوه ایالتونو باندې خپل کنټرول له لاسه ورکړی، ځکه نو افغانستان ته د خیبر پښتونخواه د ایالتی حکومت له اړخه خبرو اترو او مذاکراتو په نامه د پلاویو د راتللو موضوع د اسلام آباد له اړخه له دومره جدی غبرګون سره مخ شوه او د هغه هېواد د مرکزی حکومت د بهرنیو چارو وزارت سم دلاسه له افغانستان سره د هر ډول خبرو او هوکړې صلاحیت یوازې د اسلام آباد وګڼلو.

بل اړخ ته که ځېر شو نو د اسلام آباد پوځی او غیر پوځی واکمن چې یوې خواته یې د خپل ولس په ملی شتمنیو چور او تالان ګډ کړی او له افغانستان سره هم د خرابو سیاسی او سوداګریزو اړیکو څخه هم د خپلو شخصی ګټو او پر خوار پاکستانی ولس د خپلې ناروا واکمنۍ د تداوم لپاره ګټه پورته کوی، په هېڅ قیمت نه غواړی په هغه ملک په تېره هم په خیبر پښتونخواه او بلوچستان کې سوله او کراری راشی او د ډیورند استعماری کرښې ته څېرمه سیمو کې دې خلک په سوله او امنیت کې ژوند وکړی او له خپلو سیاسی او مدنی حقونو څخه دې برخمن شی.

په تېرو څو لسیزو کې چې د ډیورند د استعمارې کرښې دې غاړه او د افغانستان په خاروه کې جګړه او نا امنی روانه وه د اسلام آباد همدې سیاسی واکمنو او پوځی جنرالانو هڅه کوله تر څو دلته د نا امنۍ او جګړې څپې روانې وی، همدغه حلقو غوښتل دلته د جګړې له بلو لمبو څخه د ډیورند استعماری کرښې په اوږدو کې د پرتو قبایلو په اېل کولو کې ګټه پورته کړی او پوره ګټه یې پورته هم کړه، خو نن چې بیا د نوموړې کرښې دې خواته د جګړې د اور بلې لمبې سړې شوې، په نورو بهانو سره غواړی دغه قبایلی سیمې تر خپلې واکمنۍ لاندې راولی.

لنډه یې دا چې اوس که د خیبر پښتونخواه سرحدی ایالت یو شمیر مشران او سپین ږیری افغانستان ته راځی او غواړی له خپلو افغان وروڼو سره په ګډه په خپلو سیمو کې د جګړې د بل شوی اور لمبې ووژنی بیا یې د اسلام آباد ملکی حکومت او پوځی حلقې مخالفت کوی، څرګنده خبره ده چې دوی وېره لری چې که د ډیورند استعماری کرښې دواړو غاړو ته د مېشتو پښتنو قبایلو اتحاد او اتفاق سره برابر شی، نو په دغه سیمه کې به د اسلام آباد ناروا راج ختم شی او بیا به پدې سیمه کې نه دا جګړې وی او نه د اسلام آباد د ظلم او استحصال دا واکمنی. “والسلام”

ــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.