معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اسلام آباد کې افغان شارژدافیر د افغانستان لپاره د پاکستان تازه ګومارل شوي ځانګړي استازي سره کتلي

اسلام آباد کې افغان شارژدافیر د افغانستان لپاره د پاکستان تازه ګومارل شوي ځانګړي استازي سره کتلي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې اسلام‌ آباد کې د افغان سفارت شارژدافیر د افغانستان لپاره د پاکستان تازه ګومارل شوي ځانګړي استازي اصف دراني سره د دې هېواد په بهرنیو چارو وزارت کې لېدلي دي.
یاد سفارت پر ټویټر پاڼې لیکلي، چې په ‌دې لېدنه کې د افغان سفارت سرپرست خوښي څرګنده کړې چې د دراني له ټاکل کېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزې حل او دوه اړخیزې اړیکې به لا پراخې شي.
اصف درانی څو ورځې وړاندې د پاکستان حکومت لخوا تازه د افغانستان لپاره د پاکستان استازی وټاکل شو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس