کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې اسلام آباد کې د افغان سفارت شارژدافیر د افغانستان لپاره د پاکستان تازه ګومارل شوی ځانګړی استازی اصف درانی سره د دې هېواد په بهرنیو چارو وزارت کې لېدلی دی.
یاد سفارت پر ټویټر پاڼې لیکلی، چې په دې لېدنه کې د افغان سفارت سرپرست خوښی څرګنده کړې چې د درانی له ټاکل کېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزې حل او دوه اړخیزې اړیکې به لا پراخې شی.
اصف درانی څو ورځې وړاندې د پاکستان حکومت لخوا تازه د افغانستان لپاره د پاکستان استازی وټاکل شو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ