یکشنبه، د لړم ۲۹مه
کابل/ګهیځ: د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایی، (له رسنیو څخه د ملاتړ د نړیوال ائتلاف) څخه د افغانستان د غړیتوب لغوه کول په کلکو ټکو غندی.
د دغه وزارت سلاکار او ویاند عبدلمتین قانع له (ام.اف.سی) څخه د افغانستان ایستل توپیری چلند او په دغه هېواد کې له شته واقعیتونو څخه د بې خبرۍ پر بنیاد شوې پرېکړه بولی.
نوموړی ټینګار کړی، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د اسلامی او ملی ارزښتونو په رڼا کې د بیان ازادۍ او د رسنیو هر اړخیز ملاتړ ته ژمن دی.
ښاغلی قانع همدا رنګه ویلی، چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې شته واقعیتونه درک او حقایقو ته انعکاس ورکړی او په افغانستان کې د رسنیو او اطلاعاتو ته د لاسرسی له پراخو فعالیتونو څخه خبر شی.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د ملاتړ له دغه نړیوال ائتلاف څخه غوښتی، چې په خپله پرېکړه دې له سره غور وکړی.
د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې د یاد وزارت د خپرنیزو چارو مرستیال هم د دغه ائتلاف هغه ادعا رد کړې وه، چې ګواکې په افغانستان کې پر رسنیو محدودیتونه وضعه شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ا.ا له بیا واکمنېدو وروسته ګڼې رسنۍ و تړل شوې چې لاملونه یې اقتصادی ستونزې او ځینې نور فشارونه بلل شوی دی.
تازه څو ورځې وړاندې د کابل نیوز خصوصی ټلویزیون ادارې د دغې رسنۍ د فعالیتونو له بندېدو خبر ورکړ، که څه هم دوی په څرګند ډول د بندېدو لامل په ګوته نه کړ خو دومره یې ویلی وو، چې د ځینې فشارونو له امله دې پرېکړې ته اړ شوی دی.
گهیځ