کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزیر په سن پیټرزبرګ کې د کلتوری یووالی ناستې څنډه کې د ازبکستان د کلتور وزیر ازادبیک اف سره کتلی.
د خبر پر بنسټ په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ګرځندوی صنعت پر ودې او پراختیا ټینګار کړی.
افغان وزیر په افغانستان کې موجوده امنیت په هېواد کې د ګرځندوی ودې لپاره مناسب فرصت بللی دی.
بل لور د ازبکستان د کلتور وزیر ازادبیک اف د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سیاسی او کلتوری اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ژمنه یې کړې، چې هېواد به یې افغانستان سره د ګرځندوی ودې صنعت په برخه کې د خپلو تجربو شریکولو کې مرسته وکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ