اطلاعات او کلتور وزیر له بهر مېشتو افغان کدرونو څخه هېواد ته د راتلو غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر د روسیې په سنټ پېټرزبورګ ښار کې د کلتوری اتحاد په غونډه کې تر ګډون وروسته په مسکو کې له مېشتو افغانانو سره کتلی.

د خبر پر بنسټ خېرخواه په دغه کتنه کې له بهر مېشتو افغان کدرونو څخه غوښتی، چې بېرته خپل هېواد ته د خدمت په موخه وګرځی.

د نوموړی په خبره افغانستان له پنځه لسیزو جګړو وروسته د امن په ګاڼه سینګار شوی او افغان کدرونه چې د هېواد ملی پانګه ده، باید د خدمت په موخه بېرته خپل هېواد ته راستانه شی.

نوموړی په داسې مهال دغه غوښتنه کوی، چې هېواد کې ګڼ شمېر لوستی ځوانان د کار نشتون له امله هېواد پرېښودو ته مخه کړې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.