ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د زمری/ اسد ۶مه او د جولای میاشتې ۲۸مه نېټه ده) د اغاخان فرهنګی بنسټ چارواکی وایی، لېواله دی، په راتلونکی کې د غزنی ځینې تاریخی ابدې بیا ورغوی.
د دغه بنسټ یو پلاوی چې د چهارشنبې په ورځ غزنی ته تللی و، هلته یې ځینې لرغونی ساحې وکتل.
د باختر دولتی اژانس خبر له مخې د دغه پلاوی مشری اجمل میوندوال کوله.
د خبر پر بنیاد ښاغلی میوندوال د هیواد تاریخی ابدې د افغانستان معنوی سرمایه او افتخار وبلل او د هغو په ښې ساتنې یې ټینګار وکړ.
گهیځ