افغانانو بهرنیو هېوادونو کې په میلیاردونو ډالر پانګونې کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ ۵ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست له رسنیو سره په تازه څرګندونو کې ویلی، چې افغان پانګوالو په څلورو بهرنیو هېوادونو کې شاوخوا ۱۵۰ میلیارده ډالره پانګونه کړې ده.

د راپور پر بنسټ، سرپرست وزیر دغه هېوادونه ترکیه، متحده عربی امارات، ایران او پاکستان یاد کړی دی.

نوموړی ویلی، دغو پانګوالو په ترکیه کې نږدې ۹۵ میلیاره ډالره، پاکستان کې یې ۳ میلیارده ډالره، اماراتو کې ۵۵ میلیاره ډالره او همدا راز ایران یې هم له هغو هېوادونو له ډلې یاد کړی، چې افغانانو په کې تر ټولو ستره پانګونه کړې ده.

نوموړی ویلی، سرپرست حکومت هڅه کوی، چې په هېواد کې پانګوالو ته ټولې اسانتیاوې برابرې کړی، څو خپلې پانګې هېواد ته را ولېږدوی.

د سرپرست افغان حکومت لوړ پوړو چارواکو څه موده وړاندې ویلی وو، چې هېواد کې د بشپړ امنیت په راتلو سره، کورنیو او بهرنیو پانګوالو یوازې د کانونو په برخو کې څه باندې ۷ میلیارده ډالره پانګونه کړې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.