کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې بهرنیو چارو وزارت کې یوې معتبرې سرچینې رسنیو ته ویلی، چې د متحده عربی اماراتو تخنیکی ټیم کابل ته راځی او په نږدې ورځو کې به د افغان لوری اړوندو ارګانونو سره ګډ کار او خبرې پیل کړی.
سرچینه زیاتوی، یاد ټیم به له افغان لوری سره په ګډ میکانیزم کار وکړی، چې ورسره به د وېزو د ورکړې ستونزې هوارې او افغانانو ته به اسانتیاوې برابرې شی.
د سرچینې په وینا، متحده عربی امارات په دې برخه کې ځینې خنډونه لری، خو د تخنیکی ټیم له لارې به ژر د دې ستونزو حل ته اقدام وشی.
اماراتی ټیم په داسې مهال کابل ته استول کیږی، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د متحده عربی اماراتو چارواکو سره په وروستیو کتنو کې افغانانو ته د وېزو د ورکړې اسانتیاوو غوښتنه وکړه، چې په ځواب کې اماراتی چارواکو د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د مسوولینو په وینا افغانستان او متحده عربی امارات دواړه هیله لری، چې د دې ګډ میکانیزم له لارې افغانانو ته وېزې په اسانۍ ورکړل شی او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا ټینګې شی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ