پرون د لمریز کال د غبرګولی یا جوزا ۲۲مه چې د زېږدیز کال د جون میاشتې له ۱۲مې نېټې سره برابره وه، د ملګرو ملتونو سازمان اړوند د ماشومانو د وجهی صندوق ادارې یا یونیسیف له خوا د کارګرو ماشومانو د کار د مخنیوی ورځې په نامه په نړۍ کې ولمانځل شوه.
له کار څخه د ماشومانو د ژغورنې نړیواله ورځ د ملګرو ملتونو سازمان له خوا “ټولنیز عدالت د ټولو لپاره؛ د ماشومانو کار پای ته ورسوئ” له شعار سره لمانځل کېږی.
دا ورځ تقریباً هر کال په همدې نامه د یونیسف له خوا لمانځل کېږی او په ترڅ کې یې د نړۍ په بېلابېلو هېوادو کې د ماشومانو د وضعیت په اړه راپورونه خپرېږی او د اعدادو او ارقامو په وړاندې کولو سره د نړۍ په وروسته پاتې هېوادو کې د ماشومانو وضعیت ارزول کېږی.
په هغه راپور کې چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهی صندق یا “یونیسف” له خوا په همدې مناسبت خپور شوی دی راغلی دی چې په افغانستان کې له هرو پنځو ماشومانو څخه یو په کار بوخت دی.
د یونیسف د دغه راپور په اساس “مهاجرتونه، له کورنۍ جداوالی، د ناچاودو توکو له امله ټپی کېدل او له ښوونځیو وتل” هغه یو شمېر لاملونه دی چې افغان ماشومان مجبوروی تر څو په کم عمر کې کار وکړی او شاقه کارونو ته یې اړ باسی.
دغه سازمان همدا راز وایی چې په تېرو څو کلونو کې د نورو ستونزو تر څنګ، کورونا وبا د جګړو او کړکېچونو تر څنګ د کارګرو ماشومانو په شمېر کې زیاتوالی راوستلی دی چې د یاد راپور له مخې زمونږ هېواد افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږی چې ګڼ شمېر ماشومان لا هم دلته سخت او شاقه کارونه کوی.
دغه راپورونه وایی چې لا هم یو میلیون ماشومان په جګړه ځپلی افغانستان کې د بېلابېلو لاملونو له امله په کار او هغه هم په شاقه کار بوخت دی او ډېر یې داسې درانه کارونه کوی چې د دوی صحت او روغتیا هم ګواښی.
که څه هم په افغانستان کې په کار بوختو ماشومانو د شمېرو په اړه به د افغان حکومت او یونیسف ادارې تر منځ اختلاف وی او افغان چارواکی دغه اعداد او ارقام چې یونیسف یې دلته د کارګرو ماشومانو په اړه وړاندې کوی، ناسم ګڼی، خو پر دې اختلاف سربېره هم په ګران افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شتون یو تریخ حقیقت دی چې څوک ترې انکار نشی کولای.
پدې هېواد کې د پرله پسی څو لسیزو راهیسې روانه بدمرغه جګړه او د هغې ناوړه او بدمرغه پایلې داسې یو تریخ حقیقت دی چې دوست او دښمن یو هم نشی کولای ترې سترګې پټې کړې او له همدې امله غوره ښکاری چې د اعدادو او ارقامو پر سر د شخړې پر ځای غوره دا ده چې د دې کړکیچ پر حل لارو فکر وشی او په شاقه کارونو د بوختو ماشومانو د خلاصون او پدې مصیبت د نورو ماشومانو د نه اخته کېدو پر لارو چارو دقت وشی.
پر یوه هېواد او ولس چې څلور پنځه لسیزې پرله پسې د جګړې سرې لمبې بلې وی او وچ او لامده یې هرڅه دغه اور لولپه کړې وی، طبیعی خبره ده چې هلته به ماشومان هم د ولس او هېواد د یوې برخې په توګه زیانمن وی او دا هم حتمی ده چې دغه زیان منونکی قشر به تر نورو زیات له ناخوالو او کړاوونو سره مخ وی.
د افغانستان په تېر لنډ تاریخ کې د دې هېواد وګړی د تاریخ د تر ټولو ستر تاړاک څخه تېر شول او د تاریخ ډېرې نادودې یې ولیدلې او وزغملې چې متأسفانه د هغې آثار او اغېزې لا تر اوسه هم زمونږ په ملک کې شته او لا هم زمونږ خوار ولس د هغې له اغېزو ندی خلاص شوی.
او دا هم جوته ده چې د دې جګړه ځپلی هېواد د بل هر وګړی په څېر د دې هېواد ماشوم او نوی ځوان هم له دغه بدمرغه تپل شوې جګړې څخه اغېزمن شوی او متأسفانه دا اغېزې لا هم روانې دی او اوس هم په هغه ډول چې لازمه ده ستونزې ندی حل شوې.
دا هم باید له یاده ونه باسو چې د افغانستان د وګړو د دې غمېزو اصلی لامل پر دې هېواد د پردیو له خوا هغه تپل شوې جګړې دی او وې چې کم او زیات نیمه پېړۍ یې د افغان ولس زوړ، ځوان او ماشوم اغېزمن کړی او په یوه ډول نه یوه ډول یې ورته زیان رسولی دی.
پدې اساس ویلای شو چې په افغانستان کې که نن هر څه تېرېږی، څه پر لویانو او څه پر ماشومانو یو لوی لامل یې پر دې هېواد او دې مظلوم ولس تپل شوې پردۍ جګړې دی چې لا تر اوسه یې هم اغېزې ګالو او خدای خبر دا بدمرغه لړۍ به تر کله لا روانه وی.
دا هم باید هېر نه کړو چې د افغانستان پر لویانو او ماشومانو د دغو غمېزو او نا خوالو په تپلو کې که له بهر نه تپل شویو جګړو ونډه درلودلې په کور د ننه افغانان هم همدومره پکې ککړ دی او تر بهرنیانو زیات پدې اړه ملامت ګڼل کېږی.
په خورا تأسف باید ووایو چې زمونږ د ملک او ولس دا ستونزې او ناخوالې لا هم روانې دی او لاهم بېلابېل کورنی او بهرنی جهتونه لګیا دی زمونږ پر زخمونو مالګې شیندی او لا مو هم په آرامه ساه اخیستلو ته نه پرېږدی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ