افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې ازبکستان ته د سرپرست حکومت د پلاوی سفر سره هم مهاله، د سرپرست حکومت مسوولین وایی، دغه پلاوی به ازبکستانی چارواکو سره پر بېلابېلو برخو خبرې او هوکړې وکړی.
د مسوولینو په وینا، دغه سفر به د پانګونو جذب، د سوداګرۍ برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو، د ټرانزیت په برخه کې د ستونزو د حل او د افغان ـ ترانس د اوسپنې پټلۍ د چارو پیلولو لپاره د بهرنۍ پانګونې پر جلبولو ورټول وی.
د کانونو او پترولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلی، افغان پلاوی به هڅه وکړی چې د ازبکستان پانګوال د افغانستان کانونو کې پانګونې ته وهڅوی.
په ورته وخت کې د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولینو ویلی، چې د دغه وزارت یو پلاوی تېره ورځ لوژیستیکی او ټرانسپورټی نندارتون کې د ګډون لپاره ازبکستان ته تللی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.