معماری
خانه / ګهیځ نیوز / افغانستان او بنګلدېش سبا د یو ورځنیو لوبو لړۍ پیلوي

افغانستان او بنګلدېش سبا د یو ورځنیو لوبو لړۍ پیلوي

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ټاکل شوې چې سبا چهارشنبه د افغانستان او بنګلدېش کرکټ ملي لوبډلې ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو لړۍ پیل شي.

دا سیالۍ چې د افغانستان په کوربتوب په شارجه کې ترسره کېږي، سبا به د کابل په وخت دوه نیمې بجې پیل شي.

د یادولو وړ ده، چې دواړه لوبډلې به د روانې نومبر په ۹مه دوهمه او په ۱۱مه نېټه به درېیمه لوبه ترسره کړي.

د افغانستان او بنګلدېش لوبډلې په‌ داسې حال کې له یو بل سره یو ورځنۍ سیالۍ کوي، چې تازه د افغانستان الف یا ابدالیانو لوبډلې د آسیا ځوانانو جام اتلولي ګټلې او دغه راز تر دې وړاندې افغان کرکټ ملي لوبډلې د جنوبي افریقا لوبډلې ته د یو ورځنیو سیالیو په لړۍ کې هم ماتې ورکړې.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس