کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ټاکل شوې چې سبا چهارشنبه د افغانستان او بنګلدېش کرکټ ملی لوبډلې ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو لړۍ پیل شی.
دا سیالۍ چې د افغانستان په کوربتوب په شارجه کې ترسره کېږی، سبا به د کابل په وخت دوه نیمې بجې پیل شی.
د یادولو وړ ده، چې دواړه لوبډلې به د روانې نومبر په ۹مه دوهمه او په ۱۱مه نېټه به درېیمه لوبه ترسره کړی.
د افغانستان او بنګلدېش لوبډلې په داسې حال کې له یو بل سره یو ورځنۍ سیالۍ کوی، چې تازه د افغانستان الف یا ابدالیانو لوبډلې د آسیا ځوانانو جام اتلولی ګټلې او دغه راز تر دې وړاندې افغان کرکټ ملی لوبډلې د جنوبی افریقا لوبډلې ته د یو ورځنیو سیالیو په لړۍ کې هم ماتې ورکړې.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ