معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان او ترکمنستاني د ترانزیټي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

افغانستان او ترکمنستاني د ترانزیټي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۰مه نېټه):
د راپورونو له مخې افغانستان او ترکمنستان د ترانزیټ کارګو ترانسپورټ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، سرپرست افغان حکومت له ترکمنستان څخه غوښتي، چې د دغه هېواد د سوداګریزو توکو د لېږد_رالېږد لګښتونه راکم کړي.
د دغه وزارت ویاند زیاته کړې، چې ترکمنستاني چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ښه والي او د توکو د لېږد_رالېږد د لګښت کموالي لپاره د یوې ګډې کمېټې پر جوړولو هوکړه کړې ده.
تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ترکمنستان د ترانسپورت له وزیر سره په کتنه کې د ترانزیټي ستونزو د هواري لپاره د یوې ګډې کمېټې پر جوړېدو هم خبرې کړې وې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس