کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۰مه نېټه):
د راپورونو له مخې افغانستان او ترکمنستان د ترانزیټ کارګو ترانسپورټ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړی.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وایی، سرپرست افغان حکومت له ترکمنستان څخه غوښتی، چې د دغه هېواد د سوداګریزو توکو د لېږد_رالېږد لګښتونه راکم کړی.
د دغه وزارت ویاند زیاته کړې، چې ترکمنستانی چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ښه والی او د توکو د لېږد_رالېږد د لګښت کموالی لپاره د یوې ګډې کمېټې پر جوړولو هوکړه کړې ده.
تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ترکمنستان د ترانسپورت له وزیر سره په کتنه کې د ترانزیټی ستونزو د هواری لپاره د یوې ګډې کمېټې پر جوړېدو هم خبرې کړې وې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ