افغانستان او ترکمنستان د ۷ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړه لاسلیک کړه

کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۹ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو چارو وزارت ویاند ویلی، چې د دغه وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال د یوه تخنیکی پلاوی په مشرۍ ترکمنستان ته سفر کړی دی.

محمد اشرف حق شناس ویلی، په دغه سفر کې دواړو هېوادونو د ۷ میلیونو امریکایی ډالرو په ارزښت یو هوکړه لیک د هرات – تورغونډۍ سټېشن د پراختیا او د اقینې–اندخوی د پاتې ۱۰ کیلومټره اوسپنې پټلۍ بشپړول او د اندخوی–شبرغان د ۵۵ کیلومټره اوسپنې پټلۍ د سروې او تفصیلی ډیزاین اړوند دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړی دی.

نوموړی دغه راز ویلی، چې ټاکل شوې د دغو هوکړه لیکونو تر لاسلیک وروسته په نږدې راتلونکې کې د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د یادو پروژو پراختیایی قراردادونه هم لاسلیک شی، څو عملی چارې یې پیل شی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.