کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د عمان د بهرنیو چارو له وزیر بدر بن حمد البوسعیدی سره په مسقط کې لیدلی، چې په ترڅ کې یې دواړو لورو د سیاسی، اقتصادی او ټولنیزو اړیکو پر پیاوړتیا هر اړخیزې خبرې کړی.
سرپرست وزیر د افغانستان امنیت، متوازنې نړیوالې اړیکې او د پانګونې فرصتونه د حکومت مهمې لاسته راوړنې وبللې او له عمانی پانګوالو یې وغوښتل، چې له دې فرصتونو ګټه واخلی.
په ورته وخت کې د عمان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د ملاتړ ډاډ ورکړی او د سیاسی، اقتصادی او سوداګریزو اړیکو د پراخولو هیله یې څرګنده کړې ده.
شنونکی باور لری، چې د افغانستان او عمان نږدیوالی کولای شی، د سیمه ییزو همکاریو لپاره یو نوی فصل پرانیزی او د دواړو هېوادونو اقتصادی ودې ته ګټه ورسوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ