معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان او قزاقستان د ۱۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت نوي تړونونه لاسلیک کړل

افغانستان او قزاقستان د ۱۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت نوي تړونونه لاسلیک کړل

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان او قزاقستان د سوداګرو ترمنځ د څه باندې ۱۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د تړونونو تر لاسلیک وروسته، په پلازمېنې استانه کې د افغانستان د محصولاتو نندارتون نن پای ته رسیږي.
د راپور پر بنسټ، دا نندارتون چې په ۷۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوی، و چې تاز مېوې، زعفران، ګران بیه تیږې، غالۍ، لاسي صنایع، جوس او د سبزیجاتو بېلابېل ډوله نندارې ته کېښودل شوې دي.
راپور زیاتوي، چې په دې نندارتون کې د افغانستان او قزاقستان شاوخوا ۳ سوه سوداګرو برخه اخیستې وه.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د سوداګرۍ وزیر سریک ژومانګارین ویلي، چې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ تر درې میلیارډه ډالرو پورې سوداګري رسېدلی شي. ژومانګارین زیاته کړې چې افغانستان دوی ته ډېر اهمیت لري.
د قزاقي سرچینو په وینا، د روان زېږدیز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د څه باندې ۳۱۶ میلیونه ډالرو په ارښت سوداګري شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس