افغانستان او قزاقستان د ۱۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت نوی تړونونه لاسلیک کړل

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان او قزاقستان د سوداګرو ترمنځ د څه باندې ۱۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د تړونونو تر لاسلیک وروسته، په پلازمېنې استانه کې د افغانستان د محصولاتو نندارتون نن پای ته رسیږی.
د راپور پر بنسټ، دا نندارتون چې په ۷۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوی، و چې تاز مېوې، زعفران، ګران بیه تیږې، غالۍ، لاسی صنایع، جوس او د سبزیجاتو بېلابېل ډوله نندارې ته کېښودل شوې دی.
راپور زیاتوی، چې په دې نندارتون کې د افغانستان او قزاقستان شاوخوا ۳ سوه سوداګرو برخه اخیستې وه.
د قزاقستان د لومړی وزیر مرستیال او د سوداګرۍ وزیر سریک ژومانګارین ویلی، چې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ تر درې میلیارډه ډالرو پورې سوداګری رسېدلی شی. ژومانګارین زیاته کړې چې افغانستان دوی ته ډېر اهمیت لری.
د قزاقی سرچینو په وینا، د روان زېږدیز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د څه باندې ۳۱۶ میلیونه ډالرو په ارښت سوداګری شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.