افغانستان او ګاونډیان؛ هغه ستونزه چې حل لاره یې لټول په کار دی!

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر روانه اونۍ په یوه خبری ناسته کې وویل چې په هېواد کې په وروستیو وسله والو تروریستی بریدونو کې چې پر جوماتونو، عبادت ځایونو او نورو عامه ځایونو کې ترسره کېږی، تر ډېره بریده هغه کسان ښکیل دی چې زمونږ له دوو ګاونډیو هېوادو پاکستان او تاجکستان څخه راځی او پدې تړاو یې دواړو ګاونډیو هېوادو ته خبرداری ورکړ تر څو د هغو مخه ونیسی او له افغانستان سره خپلې ګډې پولې کنټرول کړی.

نوموړی همدارنګه زیاته کړه چې په تېره څه موده کې د افغانستان امنیتی ځواکونو په عملیاتو کې په لس ګونو پاکستانی او تاجکستانی وګړی وژل شوی دی او آن ځینی یې نیول شوی هم دی.

په افغانستان کې د ګاونډیانو نېغ په نېغه مداخله او د دې هېواد په چارو کې د لاسوهنې عادت متأسفانه پر افغانستان د پخوانی شوروی اتحاد له مستقیم پوځی یرغل او آن په افغانستان کې د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور د اوومې کمونیستی کودتاه له وخته پیل شوې ده او تر ننه دوام لری، داچې د دې مداخلو او لاسوهنو لاملونه او پایلې څه وې او ولې یې مخه نشوای نیول کېدای، اوږد بحث دی چې دا کرښې یې نه ځای دی او نه هم دا بحث دومره ساده او آسانه دی چې وکولای شو دلته یې را غونډ کړو.

خو هغه څه چې پدې ترڅ کې ثابت دی او د افغانستان د تاریخ په تېره کم او زیات یوه پېړۍ کې ترې انکار نشی کېدای، دلته او د دې هېواد په چارو کې د ګاونډیانو مغرضانه او شریرانه لاسوهنې او مداخلې دی چې متأسفانه زمونږ هېواد او ولس ترې تل زیان لیدلی او آن پدې هېواد کې د سترې مادی او معنوی ورانۍ او یجاړۍ سبب هم شوې دې.

د ګاونډیانو د مداخلو او لاسوهنو په لړ کې پر افغانستان د پخوانی شوروی اتحاد د پوځی یرغل او آن تر هغې وړاندې دلته د شوروی په مستقیم ملاتړ د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور د اوومې شومه پوځی کودتا او د هغې شومې اغېزې هغه څه دی چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې یې د دې هېواد د بد مرغیو د پیلامې په توګه یادولای شو.

که څه هم په افغانستان کې د ۱۳۵۷ لمریز کال تر کمونیستی کودتاه وړاندې هم دلته د سیمې او نړۍ د هېوادونو او په تېره بیا د نړۍ په کچه د هغه وخت د دوه قوتونو (شوروی او امریکا) لاسوهنې او رقابتونه څرګند وو چې په افغانستان کې دغه خونړۍ کودتا او ترې سمدستی وروسته دلته د پخوانی شوروی پوځی یرغل هم د دغه رقابتونو زېږنده او پایله ګڼلای شو، خو هغه خونړۍ لړۍ چې په هېواد کې مو تر دغه تاریخی موړ وروسته پیل شوه، د افغانستان د هغه سترې غمېزې پیل ګڼلای شو چې لا تر ننه یې افغانستان او افغانان په تاو کې سوزی او لا هم له پردیو مداخلو کړېږی.

پدې اوږده تاریخ کې هغه څه چې په ډاګه کېږی دا دی چې افغانستان تل تر ټولو لوی زیان له خپلو هغه ګاونډیو لیدلی چې ورسره ګډه پوله لری او ورسره ګډه پوله یې هم تر نورو اوږده او ناخوالې یې هم زیاتې دی.

پخوانی شوروی اتحاد که پر افغانستان پوځی یرغل کړی دی هم، هغه وخت یې له افغانستان سره ګډه پوله درلوده، وروسته بیا که امریکا پر افغانستان پوځی یرغل کړی دی هم که یې له افغانستان سره ګډه پوله نه درلوده نو زمونږ سره د ګډې پولې درلودونکی هېواد (پاکستان) خاوره یې زمونږ پر خلاف کارولې ده او پدې توګه مونږ تل له خپلو ګاونډیانو زیان لیدلی او تر ننه همدا ګاونډیان دی چې مونږ په آرام نه پرېږدی او زمونږ د هېواد د نا امنه کولو په لټه کې دی.

بل خوا د پاکستان تر څنګ تاجکستان چې د دفاع د اوسنی وزیر په خبره دوهم هغه هېواد دی چې په افغانستان کې یې لاسوهنې زیاتې دی، که د افغانستان او سیمې لنډ تاریخ ته وګورو دا هېواد هم زمونږ په وروستی تاریخ کې د مداخلې او لاسوهنې په ډاګه دی.

د افغانستان په چارو کې د سیمې او ګاونډ د هېوادو د مداخلو لړۍ اوږد تاریخ لری او د دغه مداخلو او لاسوهنو پایلې او اغېزې هم دومره زیاتې دی چې د تاریخ پاڼې پرې ډکې دی او کتابونه پرې لیکل شوی او لا هم لیکل کېږی.

دې ټولو ته په کتو اوس که یوې خواته د دغه دواړو او نورو شریرو ګاونډیانو د مداخلو او لاسوهنو دغه لړۍ ته د پای ټکی اېښودل په کار دی نو تر څنګ یې د هغه لاملونو او عواملو موندل او د هغې څېړل او له مینځه وړل په کار دی چې پردی او په تېره بیا ګاونډیان تل زمونږ په چارو کې لاسوهنه او مداخله کوی.

مونږ افغانان تل پدې ډېر ویاړو چې په نژدې یوه پېړۍ کې مو د سیمې او نړۍ څو ستر قوتونه مات کړی دی، خو که د دې تر څنګ پدې هم لږ سوچ وشی چې مونږ ولې تل د پردیو له یرغلونو او مداخلو سره مخ یو او ولې مو تل د پردیو په لمسون د خپل هېواد ورانولو ته مټې را نغاړلې دی؟ دا هغه څه دی چې نن زمونږ هېواد او هېوادوال ورته اړتیا لری.  “پای“

 

ـــــــــــــــــــــــ

 

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.