ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۱۵مه او د جون میاشتې ۵مه نېټه ده) د افغانستان مرکزی بانک د نړیوال بانک وروستۍ مرسته چې د درې لویو پروژو د پلی کېدو لپاره یې تصویب کړه هرکلی کړی.
تېره ورځ د افغانستان د بیارغونې لپاره وجهی صندوق او نړیوال بانک د درې لویو پروژو لپاره د ۹۷۳ میلیونه ډالرو په ارزښت بودیجه تصویب کړه.
د افغانستان بانک په دې اړه خبرپاڼه خپره کړې او له نړیوال بانک او نړیوالې ټولنې یې غوښتی چې له افغانانو سره خپلې مرستې جاری وساتی.
نړیوال بانک ویلی، دا پېسې به په درېیو برخو کرنه، روغتیا او د خلکو د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې ولګول شی.
گهیځ