کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ازبکستان د ولسمشر د دفتر رییس ویلی، چې د اقتصادی همکاریو سازمان یا ایکو په راتلونکې سرمشریزه کې به افغانستان ګډون ونه کړی.
دې له رسنیو سره خبرو کې ویلی، چې د ایکو په سرمشریزه کې د افغانستان د ګډون لپاره د دې سازمان د ټولو غړیو هېوادونو موافقه او د نړیوالې ټولنې له لوری د افغانستان د حکومت رسمیت پېژندل په کار دی.
نوموړی زیاته کړې، چې افغانستان د ایکو غړی هېواد دی، خو د ۲۰۲۱ په اګست کې د بدلون له امله دا هېواد د ایکو په غونډو او فعالیتونو کې په موقتی ډول برخه نه شی اخیستلی.
سرپرست افغان حکومت لا تر دې دمه د ازبکستانی چارواکی دې دریځ په غبرګون کې څه نه دی ویلی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ