کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولینو ویلی، چې ډېر ژر به افغانستان د ایران چا
هبهار بندر سره ونښلول شی.
د یادې ادارې سرپرست ایرانی چارواکو سره تر لیدنې وروسته ویلی، ټاکل شوې افغانستان ډېر ژر د نیمروز د میلک اوسپنې پټلۍ او د زاهدان اورګاډۍ پټلۍ له لارې د ایران چابهار بندر سره ونښلول شی.
د افغانستان سرپرست حکومت او ایرانی چارواکو ترمنځ له تېرې اونۍ راهیسې دوه اړخیزې لیدنې روانې دی.
د یادو لیدنو په ترڅ کې د افغانستان په چارو کې د ایران د لارو او ښار جوړونې وزارت ځانګړی استازی میرشفیع ویلی، حکومت یې د دغې پروژې د عملیکېدو لپاره د چابهار ـ زاهدان پر اورګاډی پټلۍ کار پیل کړی دی.
په ورته وخت کې د اقتصادی چارو شنونکی د چابهار ـ زاهدان او نیمروز میلک اورګاډی پروژې د عملیکېدو پر ارزښت ټینګار کوی او وایی، د دغې پروژې پلیکول کولی شی، چې د افغانستان سوداګری له انحصاره وباسی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ