کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلی، چې له ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره سوداګریزې او اقتصادی اړیکې د پراختیا په حال کې دی.
د دغه وزارت ویاند ویلی، چې له ګاونډیانو سره د افغانستان اړیکې ښې شوی او د لا پراختیا لپاره یې هڅې روانې دی.
نوموړی وایی، له یو شمېر ګاونډیو هېوادونو سره بندرونه ۲۴ساعته شوی او له نورو سره هم خبرې پرې روانې دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین بیا وایی، اوسمهال افغانستان له ۷۰ هېوادونو سره سوداګریزه راکړه – ورکړه لری چې ډېره اندازه یې له ایران، پاکستان او هندوستان سره ده.
د دغې خونې ویاند ویلی چې اوسمهال افغانستان بېلابېلو هېوادونو ته د ورځې زر لارۍ صادرات لری چې مختلف توکی په کې بار وی او دا به په روان کال کې نور هم زیات شی. نوموړی زیاته کړې، نړیوال اوس دې پایلې ته رسېدلی چې سوداګریزې او اقتصادی اړیکې باید سیاسی نه شی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ