معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان ته د ایران په غير نفتي صادراتو کې ۳۱ سلنه زياتوالی راغلی

افغانستان ته د ایران په غير نفتي صادراتو کې ۳۱ سلنه زياتوالی راغلی

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په کابل کې د ایران سفارت سوداګریز مشاور ویلي، چې افغانستان ته د ایران د غیر نفتي صادراتو په کچه کې ۳۱ سلنه زیاتوالی راغلی.

حسين روستايي زياتوي، سږ کال په دریو لومړیو میاشتو کې افغانستان ته د ایران صادرات د تېر کال د لومړیو دریو میاشتو په پرتله د ۱۲۳ میلیونه ډالرو په زیاتوالي سره ۳۱.۱ سلنه زیاتوالی ښیي.

نوموړي ويلي، چې د سږ کال په دریو لومړیو میاشتو کې افغانستان ته د ایران غیر نفتي صادرات ۲۲۷ زره ټنه زیات شوي.

د هغه په خبره، چې په دې موده کې د دې غیر نفتي صادراتو ارزښت ۵۱۷ میلیونه ډالرو ته رسيږي، چې دا د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالی ښیي.

روستايي همدارنګه ویلي، د سږکال په لومړیو دریو میاشتو کې نړۍ ته د ایران د صادراتي توکو د هر ټن ګمرکي ارزښت منځنۍ کچه شاوخوا ۳۵۰ ډالره و، چې د افغانستان په اړه د ټولې منځنۍ کچې څخه ۷۳ ډالره لوړ دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس