افغانستان ته د ایران په غیر نفتی صادراتو کې ۳۱ سلنه زیاتوالی راغلی

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په کابل کې د ایران سفارت سوداګریز مشاور ویلی، چې افغانستان ته د ایران د غیر نفتی صادراتو په کچه کې ۳۱ سلنه زیاتوالی راغلی.

حسین روستایی زیاتوی، سږ کال په دریو لومړیو میاشتو کې افغانستان ته د ایران صادرات د تېر کال د لومړیو دریو میاشتو په پرتله د ۱۲۳ میلیونه ډالرو په زیاتوالی سره ۳۱.۱ سلنه زیاتوالی ښیی.

نوموړی ویلی، چې د سږ کال په دریو لومړیو میاشتو کې افغانستان ته د ایران غیر نفتی صادرات ۲۲۷ زره ټنه زیات شوی.

د هغه په خبره، چې په دې موده کې د دې غیر نفتی صادراتو ارزښت ۵۱۷ میلیونه ډالرو ته رسیږی، چې دا د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالی ښیی.

روستایی همدارنګه ویلی، د سږکال په لومړیو دریو میاشتو کې نړۍ ته د ایران د صادراتی توکو د هر ټن ګمرکی ارزښت منځنۍ کچه شاوخوا ۳۵۰ ډالره و، چې د افغانستان په اړه د ټولې منځنۍ کچې څخه ۷۳ ډالره لوړ دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.