معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / افغانستان ته د سېلانیانو د تګ غوښتنې ډېرې شوې

افغانستان ته د سېلانیانو د تګ غوښتنې ډېرې شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۰   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په داسې حال کې چې د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د دغه هېواد وګړو ته افغانستان ته د سفر کولو په اړه خبرداری ورکړی، سکای نیوز د دوو برتانوي ګرځندوی شرکتونو د مسوولینو له قوله راپور ورکړی، چې افغانستان ته د سېلانیانو د تګ غوښتنې ډېرې شوي.

د “اګینسټ دي کومپاس” د مسافرتي شرکت بنسټګر جووان تورس ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې یې افغانستان ته یوازې درې ګرځندویانو سفرونه کړي وو، خو د روان کال په پیل کې دا شمېر تر اوسه دوه برابره زیات شوی دی.

هغه زیاته کړې، چې پخوا به ګرځندویانو سوریې او عراق ته ترجیح ورکوله، خو د منځني ختیځ وضعیت ته په کتو ښايي افغانستان ډېر ژر د ګرځندویې ټکټونو تر ټولو ډېر پلورونکی ځای شي.

بلخوا د “انټميډ بورډر” شرکت چې په زړه پورې او د لاسرسي نه وړ ځايونو ته تګ راتګ کوي هم ادعا کوي، چې افغانستان ته د سېلانيانو د تګ غوښتنې زیاتې شوې دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس