کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په داسې حال کې چې د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د دغه هېواد وګړو ته افغانستان ته د سفر کولو په اړه خبرداری ورکړی، سکای نیوز د دوو برتانوی ګرځندوی شرکتونو د مسوولینو له قوله راپور ورکړی، چې افغانستان ته د سېلانیانو د تګ غوښتنې ډېرې شوی.
د “اګینسټ دی کومپاس” د مسافرتی شرکت بنسټګر جووان تورس ویلی، چې په ۲۰۲۳ کال کې یې افغانستان ته یوازې درې ګرځندویانو سفرونه کړی وو، خو د روان کال په پیل کې دا شمېر تر اوسه دوه برابره زیات شوی دی.
هغه زیاته کړې، چې پخوا به ګرځندویانو سوریې او عراق ته ترجیح ورکوله، خو د منځنی ختیځ وضعیت ته په کتو ښایی افغانستان ډېر ژر د ګرځندویې ټکټونو تر ټولو ډېر پلورونکی ځای شی.
بلخوا د “انټمیډ بورډر” شرکت چې په زړه پورې او د لاسرسی نه وړ ځایونو ته تګ راتګ کوی هم ادعا کوی، چې افغانستان ته د سېلانیانو د تګ غوښتنې زیاتې شوې دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ