معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان ته د مرستو بله نوې ۴۰ میلیوني کڅوړه نن راورسېده

افغانستان ته د مرستو بله نوې ۴۰ میلیوني کڅوړه نن راورسېده

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۴ مه نېټه):
د افغانستان مرکزي بانک ويلي، د بشري مرستو په دوام کې نن ورځ ۴۰ میلیونه امريکايي ډالر کابل ته را ورسېدل.
دغې بانک زیاته کړې، افغانستان ته له قانوني لارو د بهرنیو اسعارو د راتک هرکلی کوي. سرچينې له نړیوالې ټولنې د دغو مرستو د مننې کولو ترڅنګ غوښتنه کړې، چې خپلې مرستې د بانکي سکټور له لارې افغانستان ته ولېږي.
د معلوماتو له مخې په تېرو څلورو ورځو کې ۱۲۰ میلیونه ډالره بشري مرستې په نغدي توګه افغانستان ته راغلي دي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال د نړیوالو نغدي مرستې د هېواد د اقتصاد د ښه والي په برخه کې ګټورې ګڼي او له نړیوالې غواړي، چې د خپلو مرستو یوه برخه د هېواد پر پراختیايي چارو هم ولګوي.
د بشري مرستو دغه ۴۰ میلیوني کڅوړه په داسې مهال کابل ته ورسېده، چې افغانستان کې د ژمي او وزګارتیا په دوام خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس