افغانستان ته د ملګرو ملتونو راغلی پلاوی له یو شمېر اوسنیو او پخوانیو چارواکو سره لیدلی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د سرمنشی مرستیالې آمنې محمد له خپل مل پلاوی سره په ګډه د پخوانی ولسمشر حامد کرزی په ګډون له یو شمېر پخوانیو او اوسنیو چارواکو سره د افغان نجونو د تحصیل او کار په اړه لیدنې او خبرې کړی دی.
آمنې محمد ویلی، چې افغانستان ته د دوی د سفر موخه د نجونو د زده کړو او کار په اړه افغان حکومت ته د نړیوالې ټولنې د پیغام رسول دی.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیاء احمد پر خپلې ټوېټر پاڼې لیکلی، امیرخان متقی د ملګرو ملتونو پلاوی ته وړاندیز کړی، چې نړیوالو ته د افغانستان رښتینی انځور منعکس کړی.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر دغه پلاوی سره لیدنه کې زیاته کړې، چې د پوهنې او روغتیا په برخو کې زیات شمېر ښځې کار کوی او ټولې هغه ښځې چې په دفترونو کې کار کوی، د دوی لخوا ورته معاشونه ورکول کیږی.
د سرپرست افغان حکومت له لوری پر نجونو د تحصیل او کار بندیزونو د نړیوالو ګڼ غبرګونونه راپارولی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.