ګهیځ: نن سې شبنه (د کب ۳مه نېټه) د پاکستانی رسنیو د راپورونو له مخې هند او پاکستان هوکړه وکړه چې افغانستان ته د مرسته شوو غنمو لېږد پیل شی.
ټاکل شوې چې نن د دې غنمو لومړنۍ جوپه له واګې بندر افغانستان پر لور را واوړی.
هند شاوخوا ۵ میاشتې وړاندې له افغانستان سره د ۵۰ زره ټنه غنمو مرسته اعلان کړه خو له هغه مهاله تر دې دمه دغه غنم په واګه بندر کې د پاکستانی حکومت له لوری درول شوی وو او افغانستان ته د لېږد اجازه نه ورکول کېده.
دمګړی پاکستان ددغه غنمو د لېږد اجازه ورکړې ده او ټاکل شوې چې د خوړو نړیوال پروګرام له لوری په افغانستان کې پر اړمنو ووېشل شی.
گهیځ