کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۴):م
د منځنۍ اسیا هېوادونو د استازو دولسمې غونډې تر سره کېدو سره په یو وخت افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسی استازولۍ مرستیال مارکس پوتزل اندېښنه ښودلې، چې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې پاملرنه کمه شوې ده.
د ملګر ملتونو استازولۍ د پوتزل له قوله لیکلی چې مهمه ده افغانستان د منځنۍ اسیا په اجنډا کې ځای ولری.
نوموړی دغه اندېښنه په داسې مهال څرګندوی چې د نړۍ لخوا د افغانستان د نوی حکومت په رسمیت نه پېژندو دغه هېواد له نړیوال سټیج څخه ګوښه پاتې کړی دی.
بل پلو د افغانستان په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی تېره اونۍ متحده عربی اماراتو کې د افغان حکومت له دفاع وزیر سره لیدنه کې د مشروعیت پېژندلو لپاره، له مېرمنو او نجونو سره په روان برخورد کې د نوی حکومت په نرمښت پورې تړلی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ