کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان برېښنا شرکت اجراییوی رییس عبدالباری عمر د ازبکستان د برېښنا تخنیکی ټیم سره کتلی، چې په کې افغانستان ته د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا لېږد مزی او د ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید لپاره د یوې کارخونې پر جوړولو خبرې شوی.
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې دې ناسته کې د برېښنا لېږد پروژې تخنیکی او عملی اړخونه ارزول شوی، چې موخه یې د افغانستان د برېښنا عرضې پراخول دی.
همداراز لیدنه کې د ازبکستان تخنیکی ټیم افغانستان کې د انرژۍ زېربناوو پراختیا ته د خپل هېواد پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.
دواړو لورو ژمنه کړې، چې همکاری به یې دوام کوی او د دې برخې د پرمختګ لپاره به ګډ کار ترسره کوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ