ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د وری ۲۲مه او د اپرېل ۱۱مه نېټه ده) د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، تېر کال یې د څه باندې سل میلیونه ډالرو په ارزښت انجه صادر کړې ده.
د وزارت په خبره، شمالی ولایتونه د دغه بوټی تر ټولو لوی تولیدونکی او هند د انجې لوی پیرودونکی دی.
روان کال هم د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د انجې نوې کروندې جوړې شوې دی چې ښایی افغان کروندګرو ته له دې درکه میلیونونه ډالر عاید په لاس ورشی.
انجه یو درملی بوټی دی چی په ایران، اوزبکستان، افغانستان او هندوستان کې شنه کېږی. دغه بوټی د مسالې په توگه هم کارېږی.
گهیځ