کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت ویلی، چې اوس مهال د افغانستان فضا د ټولو ملکی عبوری پروازونو پر مخ پرانېستې او تر ټولو امنه ده.
د یاد وزارت ویاند حکمتالله اصفی ویلی، اوس مهال د دوو کورنیو شرکتونو ترڅنګ ۷ نړیوال شرکتونه هم افغانستان ته الوتنې لری.
نوموړی زیاته کړې، چې په ۲۷ هوایی ډګرونو کې چې پنځه یې نړیوال دی، د مسافرو لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته شوې دی.
د اوسنی حکومت له بیا واکمنۍ وروسته د افغانستان هوایی ټرانسپورت له ګڼو ستونزو سره مخ و، چې د مسوولینو په وینا اوس بېرته ورځ تر بلې ښه کیږی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ