معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ د پولې ترسیم له تړونه هرکلی وکړ

افغانستان د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ د پولې ترسیم له تړونه هرکلی وکړ

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولي ترسیم تړون هرکلی کړی، چې پر مټ به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم له لارې اوږدمهاله اختلاف هوار شي.

بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې دغه کړنه د سیمې د ثبات، اقتصادي ودې او د متقابل باور پیاوړتیا په لور یو مثبت ګام بللی.

خبرپاڼې کاږلي، افغان حکومت د سولې، تفاهم او سیمه ییزو همکاریو د پراختیا ملاتړی دی او باور لري، چې دغه تړون به په منځنۍ آسیا کې د دوامداره سولې او همکارۍ یو نوی باب پرانیزي.

د تاجکستان او قرغزستان حکومتونو د یوې هوکړې له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي شخړو هواري په موخه د پولي ترسیم تړون لاسلیک کړ.

تاجکستان او قرغزستان نږدې زر کیلومتره ګډه پوله لري او د ځینو سیمو د ملکیت پر سر یې له تېرو دوو لسیزو راهیسې اختلافات درلودل، چې له امله یې په شویو جګړو کې له دواړو غاړو سلګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس