کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولی ترسیم تړون هرکلی کړی، چې پر مټ به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم له لارې اوږدمهاله اختلاف هوار شی.
بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې دغه کړنه د سیمې د ثبات، اقتصادی ودې او د متقابل باور پیاوړتیا په لور یو مثبت ګام بللی.
خبرپاڼې کاږلی، افغان حکومت د سولې، تفاهم او سیمه ییزو همکاریو د پراختیا ملاتړی دی او باور لری، چې دغه تړون به په منځنۍ آسیا کې د دوامداره سولې او همکارۍ یو نوی باب پرانیزی.
د تاجکستان او قرغزستان حکومتونو د یوې هوکړې له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدی شخړو هواری په موخه د پولی ترسیم تړون لاسلیک کړ.
تاجکستان او قرغزستان نږدې زر کیلومتره ګډه پوله لری او د ځینو سیمو د ملکیت پر سر یې له تېرو دوو لسیزو راهیسې اختلافات درلودل، چې له امله یې په شویو جګړو کې له دواړو غاړو سلګونه کسان مړه او ټپیان شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ