افغانستان د خپل هوایی حریم خوندیتوب لپاره نظامی تجهیزات پېری

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان دفاع وزارت د لوجستیک برخې مشر د روسیې له ټاس خبری آژنس سره خبرو کې ویلی، چې د هوایی مدافع او خپل هوایی حریم ساتلو لپاره یو شمېر نظامی تجهیزاتو ته اړتیا لری، چې ګوندې دغه تجهیزات به دوی له روسیې څخه وپېری.

نوموړی خپله مرکه کې ویلی، روسی ساخت وسلو ته لېوالتیا له دې امله زیاته ده، چې روسیه د نړۍ په کچه ټکنالوژۍ برخه کې پرمختللی هېواد دی.

بل لور بیا د دفاع وزارت ویاند تازه څرګندونو کې ویلی، چې تر اوسه د هوایی دفاع د وسلو اخیستو لپاره له روسی چارواکو سره هېڅ راز خبرې نه دی شوی.

وړاندې تر دې د افغانستان دفاع وزیر ویلی وو، چې نږدې راتلونکې کې به د افغانستان هوایی حریم تر خپل بشپړ کنټرول لاندې راولی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.