کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثمانی ویلی، له ملګرو ملتونو سره یې یوه کاری ډله جوړه کړې، چې موخه یې د کروندګرو ملاتړ او د بدیلو کښتونو پراخوالی دی.
عثمانی زیاتوی، افغانستان هر کال ۷ میلیونه ټنه غنمو ته اړتیا لری، خو اوسمهال ۵ میلیونه ټنه غنم تولیدیږی، چې هېواد د غنمو د تولید له پلوه ځان بسیاینې ته نږدې شوی دی.
همدا راز، د وزارت مرستیال زیاته کړې، چې په تېرو دریو کلونو کې د حبوباتو تولید له ۹۶ زره ټنو څخه ۱۲۷ زره ټنو ته لوړ شوی، چې دا پرمختګ د کرنیزو اصلاحاتو او د کروندګرو له هڅو سره تړاو لری.
د مسوولینو په وینا دغه هڅې د افغانستان د کرنیزې ودې لپاره مهمې بلل کیږی او د ملګرو ملتونو سره د همکارۍ دوام کولی شی د خوراکی امنیت د لا ښه والی سبب شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ