افغانستان د نورو تر مینځ سوداګریزه لاره؛ ملی ګټې په پام کې نیول اړین دی!

افغانستان د نړۍ په کچه یو له هغو هېوادونو دی، چې وچې پورې تړلی او داسې هېوادونه تر ډېره بریده بهرنۍ سوداګرۍ او راکړې ورکړې ته اړ وی، همدارنګه په تېر جمهوریت کې افغانستان ته د یوه مصرفی هېواد نوم هم ورکول کېده؛ ځکه چې اوږدو جنګونو او ناخوالو یې اکثره اقتصادی زېربناوې له منځه وړې وې او د سوداګرۍ ډېره اتکا یې هم په بهرنیو وارداتو وه.
د نړۍ په نقشه کې یوازې افغانستان هم ندی چې په وچه پورې تړلی او سمندر ته لاره نه لری، ګڼ داسې نور هېوادونه هم شته چې له ورته شرایطو سره لاس او ګرېوان دی، نو د داسې هېواد لپاره په کار ده، چې د خپلو شرایطو په پام کې نیولو سره خپلې بهرنۍ اړیکې او سوداګریزه راکړه ورکړه داسې تنظیم کړی چې د نړۍ لویو سوداګریزو مارکیټونو ته لاره ولری او له نورو هېوادو سره یې سوداګریزه راکړه ورکړه په درستو اصولو او قوانینو ولاړه وی.
یو ډول سوداګری بیا دا هم ده چې یو هېواد د دوه یا څو نورو بهرنیو هېوادو لپاره د بهرنیو توکو د لېږد_رالېږد پُل جوړېږی او د خپلو یو شمېر ګټو په پام کې نیولو لپاره د دوو یا څو نورو هېوادونو ترمنځ د اقتصادی معاملاتو د نښلوونکی رول لوبوی. افغانستان هم د خپل جغرافیایی موقعیت له مخې په وچه پورې نښتی یو هېواد دی چې کولای شی د سیمی د څو نورو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو لپاره د یوه پله حیثیت غوره کړی. په همدې لړ کې ده چې تازه له ګاونډی ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې بل ګاونډی پاکستان ته د ارزانه ګازو واردات پیل شوی دی.
د راپورونو له مخې د اوبلن ګاز دغه صادرات او واردات به د کندهار سپین بولدک له لارې پاکستان ته ترسره کېږی، چې تازه پر دغې لارې درې ټانکرونه پاکستان ته رسېدلی دی.
که څه هم پخوا تر دې پاکستان خپل د اړتیا وړ نفتی مواد د ایران خاورې له لارې لېږدول خو اوس د دواړو هېوادو( ترکمنستان او پاکستان) چارواکو ویلی دی چې د افغان خاورې پر لار باندې د ایران په پرتله دوی ته تېل ۲۵ سلنه ارزانه او څو چنده په لوړ کېفیت رسېږی.
د افغانستان-پاکستان او ترکمنستان د دغه درې اړخېزې سوداګرۍ او راکړې ورکړې په اړه دلته د ډېرو افغانانو په ذهن کې ګڼ شمېر مبهماتو ځای نیولی؛ ځکه متأسفانه پاکستان د افغانستان هغه ګاونډۍ هېواد دی چې د افغانستان او افغانانو پر وړاندې یې ثابته پالیسی نده درلودلې.
د بشری حقوقو د محرومولو له لارې د افغانانو ځپل، په افغانی ټولنه کې وېره او دهشت خپرول، قومی تعصباتو ته لمن وهل، د افراطیت په نامه له عامو افغانانو سره دښمنی او په زرګونو نورې داسې کړنې چې له عام افغان ولس سره د پاکستان منافقانه سیاست په ډاګه کوی، ددې ښکارندویی کوی چې متأسفانه پاکستان د افغانستان لپاره تر یوه ورور او مسلمان ګاونډی هېواد زیات، د یوه رقیب او دښمن هېواد بڼه لری.
اوس دې ټولو ته په کتو سره پوښتنه دا ده چې له داسې یوه هېواد سره په دومره اخلاص د یوې لویې سوداګریزې پروژې تړون لاسلیک به څومره زمونږ په ګټه وی؟ او آیا که دا هېواد په پورته مواصفاتو سره له ترکمنستان سره د افغانستان خاورې له لارې ونښلول شی او اجازه ورکړل شی چې زمونږ له خاورې د یوه نښلوونکی پله په څېر استفاده وکړی او له نورو سره یې اقتصادی اړیکې وغځیږی، په کوم قیمت به مونږ ته تمامه شی او په راتلونکې کې به یې پایلې څه وړ وی؟
پدې هم سوچ په کار دی چې هسې نه اوسنی سرپرست افغان حکومت د دې مکار دښمن په نرمې خولې غولېدلی وی او د پاکستانی چارواکو ماهرانه سیاستونو د دې چارې زمینه برابره کړې وی.
که څه هم د اوسنی سرپرست افغان حکومت بهرنی سیاست او اقتصادی کړنلارې په اکثرو برخو کې د ډاډ وړ دی، خو د دې سره سره اندېښنه داده چې له ترکمنستان او د منځنۍ آسیا له نورو شتمنو هېوادو سره به د دغه ګاونډی په نښلولو کې مونږ ګټه وکړو که تاوان؟ ځکه متأسفانه تېرو ترخو تجربو او د دغه ګاونډی هېواد اوسنی پاشلی سیاست ته په کتو سړی نشی کولای له دغه اړخه ډېر ډاډه اوسی.
عام افغان ولس پدې نظر هم دی چې که پدې سوداګریز مینځګړیتوب کې د افغانستان کومه ملموسه او د پاملرنې وړ ګټه په پام کې نه وی نیول شوې او پاکستان په سیمه ییزه او نړیواله کچه ژمنه نه وی کړې، بیا غوره ده چې د دې اقتصادی لارې په ورکړه بیا تجدید نظر وشی؛ ځکه هغه ګاونډی چې په تاریخی لحاظ یې د افغانانو پر هډونو ماڼۍ ودانې کړې، اوس باید خپلو شومو موخو ته د رسېدنې لپاره آزاد لاس پرې نښودل شی.
دا هم د پاملرنې وړ ده چې پاکستانی چاواکو د دې ټرانزیتی لارې په اړه ویلی چې له منځنۍ آسیا څخه پاکستان ته د نفتو او ګازو د صادراتو په لار کې باید هېڅ ډول خنډ او ځنډ رامینځ ته نشی، خو د افغانستان حکومت او ولس ته باید د خپل هېواد او ولس ملی ګټې تر هرڅه لومړیتوب ولری او پرېنږدی چې د ولس ملی ګټې مو بیا د مکار ګاونډی د توطیو او دسیسو ښکار شی.
طبیعی ده چې افغانستان د بل هر خپلواک هېواد په څېر ځان ته لنډمهالې او اوږدمهالې ګټې لری او باید له ګاونډیانو او نړیوالو سره په هر ډول تعامل او راکړه ورکړه کې دغه ګټې په پام کې وساتل شی او هغو ته لومړیتوب ورکړل شی.
متأسفانه تېر ته په کتو پاکستان تر یوه ګاونډی زیات له افغانستان سره د یوه رقیب تعامل کړی او آن د افغانستان له شتمنیو نه وړیا ګټه اخیستل یې هم خپل حق ګڼلی، ځکه نو باید افغان لوری پدې ټرانزیتی سوداګریزه معامله کې له احتیاط او دقت څخه کار واخلی.
په همدې هیله
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.