معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان د ۱۳۳ توکو په تولید کې ځان‌ بسیاینې ته رسېدلی

افغانستان د ۱۳۳ توکو په تولید کې ځان‌ بسیاینې ته رسېدلی

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۵مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو په کابل کې د خصوصي سکټور او نړیوالو سازمانونو په غونډه کې ویلي، چې دمګړۍ افغانستان د ۱۳۳ توکو په تولید کې ځان‌ بسیاینې ته رسېدلی دی.

په دې غونډه کې له نړۍ څخه غوښتل شوي، چې په افغانستان کې د بې‌ وزلۍ او بې‌ کارۍ د لمنځه وړلو لپاره د ژر تېرېدونکو مرستو پر ځای بنسټيز کارونه ترسره کړي.

نوموړی وایي، دغه وزارت په وروستیو کې زرو صنعتي شرکتونو ته د فعالیت جوازونه ورکړي او ډېر ژر به پر فابریکه لرونکو او پانګوالو ځمکې هم ووېشل شي.

بل لور په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري او پراختیايي چارو مرستیال ويلي، د ملګرو ملتونو بنسټونو په افغانستان کې د ښځو او ځوانانو د پیاوړتیا لپاره یو لړ کارونه هم ترسره کړي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس