افغانستان د ۱۳۳ توکو په تولید کې ځان‌ بسیاینې ته رسېدلی

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۵مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو په کابل کې د خصوصی سکټور او نړیوالو سازمانونو په غونډه کې ویلی، چې دمګړۍ افغانستان د ۱۳۳ توکو په تولید کې ځان‌ بسیاینې ته رسېدلی دی.

په دې غونډه کې له نړۍ څخه غوښتل شوی، چې په افغانستان کې د بې‌ وزلۍ او بې‌ کارۍ د لمنځه وړلو لپاره د ژر تېرېدونکو مرستو پر ځای بنسټیز کارونه ترسره کړی.

نوموړی وایی، دغه وزارت په وروستیو کې زرو صنعتی شرکتونو ته د فعالیت جوازونه ورکړی او ډېر ژر به پر فابریکه لرونکو او پانګوالو ځمکې هم ووېشل شی.

بل لور په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشری او پراختیایی چارو مرستیال ویلی، د ملګرو ملتونو بنسټونو په افغانستان کې د ښځو او ځوانانو د پیاوړتیا لپاره یو لړ کارونه هم ترسره کړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.