کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغانستان روان کال د کابل کندهار او بلخ هوایی ډګرونو له لارې د ۲۹۵ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او واردات کړی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلی، دغه صادرات او واردات اتریش، اردن، اسپانیا، متحده عربی امارات، اندونیزیا، انګلستان، امریکا، سویلی افریقا، المان، چین، هند او یو شمېر نورو هېوادونو ته شوی دی.
ویل کیږی چې د ۲۹۵ میلیونه ډالرو له ډلې یې ۱۲۸ میلیونه ډالره صادرات او ۱۶۷ میلیونه ډالره یې واردات تشکیلوی.
سوداګرۍ وزارت د افغانستان د صادراتو عمده برخه وچه مېوه، زعفران، وچ او تازه انځر، عناب، توره جلغوزه او لاسی صنایع او وارداتو کې بیا درمل او برقی توکی تشکیلوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ