افغانستان سره د امریکا د ډیپلوماټیکو اړیکو هڅه؛ په دوحه کې د داړو لورو لوړپوړو استخباراتی چارواکو لیدنه کړې

کابل/ګهیځ: نن یکشنبه (د تلې/میزان ۱۷مه او د سپټمبر ۹مه نېټه ده) د سی ان ان ټلویزیون د راپور له مخې، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سرپرست حکومت او امریکا متحده ایالتونو چارواکو ګډه ناسته کړې.
دې ناسته کې د ګډون لپاره له سپینې ماڼۍ د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو په ګډون د استخباراتی ادارې مرستیال او له کابله تللی پلاوی کې د نورو کسانو تر څنګ د سرپرست حکومت د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق شامل دی.
سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ هم ګډون درلود.
راپور زیاتوی له تېر یوه کال راهیسې د افغانستان د سرپرست حکومت او امریکا ترمنځ ناستې شوې وې، خو په کابل کې د القاعده د مشر ایمن الظواهری د وژنې تر ادعا وروسته دا لړۍ درېدلې وه.
د راپور له مخې د قطر په تازه ناسته کې د امریکا د استخباراتی ادارې مرستیال ډېوېډ کوهین د عبدالحق وثیق په مشرۍ د کابل پلاوی سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزې باندې خبرې کړې دی.
تر دا مهاله امریکا او افغان حکومت په رسمی توګه د دې ناستې په اړه څه نه دی ویلی خو تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېرې «کرین دیکر» ویلی، و چې د ا.ا له مشرانو سره ډیپلوماټیکو هلو ځلو ته دوام ورکوی.
هغې زیاته کړې وه، چې په افغانستان کې د امریکا د پوځی مداخلې هېڅ امکان نه تر سترګو کېږی او نه دې څوک د دې تمه لری، چې امریکا به په دغه هېواد کې بیا ځل پوځی مداخله وکړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.