افغانستان سره د کرکټ نړیوالې شورا له د یو لړ همکاریو ژمنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری لومړۍ نېټه):
د افغانستان کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د کرکټ بورډ عمومی مشر میرویس اشرف او اجراییوی رییس د کرکټ نړیوالې شورا د غړو هېوادونو د عمومی او اجراییوی مشرانو په غونډو کې ګډون وکړ.
افغان کرکټ بورډ دغه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د نړیوالې شورا په عمومی غونډه کې افغانستان سره د تخنیکی همکاریو ترڅنګ د بودیجې زیاتولو پرېکړه هم شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلی، په یاده غونډه کې نه یوازې دا چې د افغانستان د راتلونکو سیالیو پروګرام تایید شو، بلکې د افغانستان کرکټ بورډ رسمی روزونکو ته د کرکټ نړیوالې شورا له لوری د روان کال د می میاشتې له ۲۰مې تر ۳۰مې نېټې پورې د درېیمې درجې روزنې پروګرام پیلېدل هم تایید شول، چې په کې به لس افغان روزونکی ګډون وکړی.
د خبرپاڼې له قوله په یاده ناسته کې هوکړه وشوه، چې د کرکټ نړیواله شورا به په نږدې راتلونکی کې د لوړو کارکردګیو پروګرام پیلوی چې په ترڅ کې به یې څلور بشپړ او دوهمه درجه غړیتوب لرونکی هېوادونه لوبې کوی.
ـــــــــــــــــــــــ

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.