افغانستان له ایرلېنډ څخه د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ وګټله

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۹   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان کرکټ ملی لوبډلې د درې شل اوریزو سیالیو په لوبلړۍ کې ایرلېنډ ته دوه د یو پر وړاندې ماتې ورکړه او د لوبلړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.

دغه سیالی چې په شارجه لوبغالی کې وشوه، افغانستان په کې د بچې تر ګټلو وروسته لومړۍ توپوهنه وکړه، چې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره یې مقابل لوری ته د ۱۵۶ منډو هدف ورکړ.

افغان توپوهونکو کې ابراهیم ځدراڼ ښه وځلېد، چې د ۳ شپږیزو او ۵ څلوریزو پر مټ یې ۵۱ توپونو باندې ۷۲ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د ایرلېنډ ټوله لوبډله بیا د لوبې په ۱۷.۲ ام اور کې تر ۹۸ منډو جوړولو وروسته وسوځېده او افغان لوبډلې ۵۷ منډو په توپیر بریا په خپل نوم کړه.

افغان توپ اچوونکو کې عظمت الله عمرزی تر ټولو غوره توپ اچونه وکړه، چې په ۴ اورونو کې ۹ منډې ورکړې او ۴ لوبغاړی یې وسوځول.

دغه راز نوین الحق بیا په ۲.۲ اورونو کې ۱۰ منډې ورکړې او د ایرلنډ درې مخکښ لوبغاړی یې وسوځول.

تر دې وړاندې د یو ورځنیو سیالیو په لوبلړۍ کې هم افغانستان دوه د یو پر وړاندې ایرلېنډ ته ماتې ورکړې وه.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.