افغانستان له روسی سوداګرو د نفتی او خوارکی توکو د واردولو غوښتنه کړې

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۳۰مه او د جون میاشتې ۲۰مه نېټه ده) د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له روسی سوداګرو غوښتی چې هېواد ته یې خوراکی او نفتی توکی را وارد کړی.
د خونې چارواکو دا غوښتنه په روسیه کې د دغه هېواد له سوداګرو سره په لیدنه کې کړې.
د سوداګرۍ خونې په خپله خبرپاڼه کې ویلی، چې اړوندو چارواکو دغه شان د کریمیا په چارو کې د روسیی ولسشمر له ځانګړی استازی سره هم په ورته مسایلو خبرې کړی دی.
د خونې په خبره، افغان پلاوی د اوړو، غنمو، غوړیو، او نفتی موادو د وارداتو او صادراتو په برخه کې له مقابل لوری د همکارۍ غوښتنه کړې.
افغان پلاوی ته روسی سوداګرو او چارواکو د سوداګرۍ په برخه کې د ټولو اسانتیاو د رامنځته کېدو ژمنه ورکړې او په راتلونکې کې د ورته لیدنو پر کېدو هم ټینګار کړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.