کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ د مرکز مشر رستم خبیبلین ویلی، کابل غواړی له روسیې سره د خپلې خاورې له لارې د ۵۰ میلیونه متر مکعب مایع طبیعی ګاز د ټرانزېټ په اړه تړون لاسلیک کړی.
نوموړی د نووسټی خبری آژانس سره په خبرو کې ویلی، دا تړون به په ۲۰۲۵ کال کې د کازان په راتلونکې غونډه کې لاسلیک شی، چې له مخې به یې د افغانستان له خاورې جنوبی ختیځې اسیا ته ګاز ولېږدول شی.
خبیبلین زیاته کړې، د ګاز لېږد پروسه به د ځمکې له لارې د ټانکرو په مټ ترسره شی، چې په دې برخه کې ازمایښتی انتقالات هم ترسره شوی دی.
نوموړی یادونه کړې، چې په ۲۰۲۳ کال کې د کازان غونډې په ترڅ کې د روسیې د نفتی تولیداتو د ۵۰ میلیونه ټنو د لېږد تړون او په ۲۰۲۴ کال کې د دوه میلیونه ټنه روسی غنمو او اوړو د لېږد تړونونه هم لاسلیک شوی دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ