معماری
خانه / ګهیځ نیوز / افغانستان له نیوزیلنډ سره ټیسټ لوبه کوي

افغانستان له نیوزیلنډ سره ټیسټ لوبه کوي

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرکټ بورډ ادارې مسوولینو ویلي، چې په سپټمبر مياشت کې به افغان لوبډله له نيوزيلنډ کرکټ ملي لوبډلې سره یوازینۍ ټېسټ لوبه ترسره کړي.

د خبر پر بنسټ د دواړو لوبډلو ترمنځ به دا لومړۍ یوازینۍ ټیسټ لوبه وي، چې ترسره کیږي.

د کرکټ بورډ د مسوولینو په وینا دا لوبه د سپټمبر مياشتي په ۹ نېټه پیلیږي، چې تر ۱۳مې به دوام وکړي.

افغانستان به د هند په ګريټر نويډا لوبغالي کې د نیوزیلنډ د لوبډلې کوربتوب وکړي.

د ګریټر نویډا کرکټ لوبغالی د افغانستان او هندوستان کرکټ بورډ د مشرانو ترمنځ د هوکړې له مخې افغانستان ته د کوربه لوبغالي په توګه ورکړل شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس